7 صرف ستا نه يرېدل په کار دى، کله چې تۀ په قهر يې څوک ستا په وړاندې ودرېدے شى؟
مالِک خُدائ لوئ دے او د هغۀ دې لوئى او ثناء صِفت وشى، د نورو ټولو خُدايانو نه دې د هغۀ زيات درناوے وشى.
مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، تۀ صادق يې، خو تا مونږ پرېښودو چې ژوندى پاتې شُو. مونږ په ګناه کښې ستا په وړاندې ولاړ يُو، خو د دې ګناه په وجه زمونږ يو کس هم دا حق نۀ لرى چې ستا حضور ته راشى.“
اے مالِکه خُدايه، کۀ تا، د ګناهونو حساب کړے وے، اے مالِکه خُدايه، نو څوک ستا مخکښې ودرېدے شى؟
د هغۀ د زوئ په وړاندې کۀ د زړۀ د اخلاصه ټيټ نۀ شئ، نو هغه زر غصه کيږى، او ناڅاپه به تباه شئ، هغه به بختور شى څوک چې د هغۀ پناه کښې راشى.
د فرښتو جماعت هم د خُدائ پاک نه يريږى، او د هغۀ شان او شوکت هم د هغه چا نه زيات دے څوک چې ټول د هغۀ د تخت نه ګېرچاپېره راټول شوى دى.
ستا د غصې زور چا ته معلوم دے؟ ځکه چې ستا غصه دومره لويه ده څومره چې ستا نه يره پکار ده.
بيا موسىٰ او بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته دا حمدوثناء ووئيله، ”زۀ به مالِک خُدائ دپاره حمدوثناء ووايم، ځکه چې هغۀ د جلال نه ډکه فتح موندلې ده، هغۀ آسونه او په آسونو سوارۀ کسان درياب ته غورزولى دى.
هغۀ درياب کښې د فِرعون جنګى ګاډۍ او لښکر ډُوب کړو د هغۀ ښۀ ښۀ مشران په بحرِقُلزم کښې ډُوب شول.
څوک د هغۀ قهر ته ودرېدے شى؟ څوک د هغۀ سخته غصه برداشت کولے شى؟ د هغۀ قهر لکه د اور په شان نازل شوے دے، ګټان د هغۀ په وړاندې ټوکړې ټوکړې شول.
د هغه چا نه مۀ يرېږئ څوک چې وجود وژنى خو روح نۀ شى وژلے، خو د هغه چا نه يرېږئ څوک چې روح او بدن دواړه په دوزخ کښې بربادولے شى.
يا ولې مونږ د مالِک غېرت کښې راولو څۀ؟ ولې مونږ د هغۀ نه زورَور يُو څۀ؟
هغې په اوچت آواز چغې کړې چې، ”د خُدائ پاک نه يرېږئ او د هغۀ ثنا ووايئ ځکه چې د هغۀ د عدالت وخت راغلے دے. او د هغۀ عبادت وکړئ چا چې آسمان او زمکه، سمندر او د اوبو چينې پېدا کړى دى.“
اے مالِکه څوک به يره ونۀ کړى او ستا د نوم لوئى به ونۀ کړى؟ ځکه چې يواځې تۀ پاک يې. ټول قومونه به راشى او ستا په وړاندې به عبادت وکړى ځکه چې ستا د صداقت کارونه ښکاره شوى دى.“