Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 76:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 ستا په رټلو، اے د يعقوب پاکه خُدايه، آسونه او سورلى يې دواړه شول په خوب اودۀ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 76:6
20 Iomraidhean Croise  

بنى اِسرائيلو شاميانو له بيا شکست ورکړو. داؤد او د هغۀ سړو اووۀ سوه د جنګى ګاډو والا او څلوېښت زره فوجيان ووژل او هغوئ د دشمن مشر سوباب زخمى کړو، چې بيا د جنګ په مېدان کښې مړ شو.


په هغه شپه د اسوريانو خېمو ته د مالِک خُدائ يوه فرښته ننوتله او يو لاک پينځۀ اتيا زره فوجيان يې ووژل. په ورپسې سحر وختى هغوئ ټول هلته مړۀ پراتۀ وُو.


مالِک خُدائ يوه فرښته راولېږله چې هغې د اسور د لښکر فوجيان او آفسران ووژل. نو داسې بادشاه اسور ته واپس شرمېدلے لاړو. يوه ورځ چې کله هغه د خپل خُدائ په عبادتخانه کښې وو، نو د هغۀ يو څو زامنو هغه په تُورو باندې ووهلو او مړ يې کړو.


ستا په رټنه اوبۀ وتښتېدلې، ستا د آواز په تندر سره وتښتېدلې.


اے مالِکه خُدايه ستا په حُکم او په چغه په رټلو بېخ د سمندر راښکاره شولو، او بنياد د زمکې راڅرګند شولو.


ستا د انګورو بوټے پرې کړے شوے دے، او اور ته غورزولے شوے دے. او په خپل قهر دې دا خلق تباه کړه.


بيا موسىٰ او بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته دا حمد‌و‌ثناء ووئيله، ”زۀ به مالِک خُدائ دپاره حمد‌و‌ثناء ووايم، ځکه چې هغۀ د جلال نه ډکه فتح موندلې ده، هغۀ آسونه او په آسونو سوارۀ کسان درياب ته غورزولى دى.


خو تا پوکے ورکړو او درياب هغوئ ډُوب کړل، مِصريان په زورَورو اوبو کښې د سيکې په شان ډُوب شول.


نو مريم هغوئ ته دا حمد‌و‌ثناء ووئيله، ”مالِک خُدائ ته حمد‌و‌ثناء ووايئ، ځکه چې هغۀ لويه فتح موندلې ده، هغۀ آسونه او په آسونو سوارۀ کسان درياب ته غورزولى دى.“


په هغه شپه د مالِک خُدائ يوه فرښته د اسوريانو خېمو ته ننوتله او يو سل او پينځۀ اتيا زره فوجيان يې ووژل. او چې کله سحر وختى خلق پاڅېدل نو هر طرف ته مړى پراتۀ وُو.


خو کله چې هغوئ په مستۍ کښې راشى نو زۀ به هغوئ دپاره مېلمستيا وکړم او هغوئ به ښۀ نشه کړم، نو بيا به هغوئ په چغو سورو او خندا ګانو کښې داسې د ټول عمر دپاره اودۀ کړم چې بيا به کله هم راوچت نۀ شى. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.


زۀ به د هغۀ مشران او پوهان نشه کړم، د هغۀ حکمرانان، آفسران، او فوجيان به هم نشه کړم. هغوئ به د تل دپاره اودۀ شى او بيا به نۀ راپاڅى، دا د بادشاه فرمان دے د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.“


زما په دسترخوان به تاسو د آسونو او د آسونو د سورو، د تکړه سړو، او د هر قسم فوجيانو غوښې وخورئ، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.


څوک د هغۀ قهر ته ودرېدے شى؟ څوک د هغۀ سخته غصه برداشت کولے شى؟ د هغۀ قهر لکه د اور په شان نازل شوے دے، ګټان د هغۀ په وړاندې ټوکړې ټوکړې شول.


زۀ ستاسو خِلاف يم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. زۀ به ستاسو جنګى ګاډۍ وسوزوم، او تُوره به ستاسو ځوانان زمرى ووژنى. زۀ به تاسو ته په زمکه ښکار پرې نۀ ږدم. ستاسو د پېغام ورکوونکو آوازونه به نور نۀ اورېدلے کيږى.


اے د اسوريى بادشاه، ستا د قوم شپونکى اودۀ دى، ستا مشران د آرام دپاره پراتۀ دى. ستا خلق په غرونو خوارۀ وارۀ شوى دى او څوک نشته چې دوئ رايوځائ کړى.


په هغه ورځ به زۀ هر آس اوتر کړم او د دې سوارۀ به ليونى کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى. ”زۀ به د يهوداه په قوم باندې نظر ساتم. خو زۀ به د دوئ د دشمنانو ټول آسونه ړاندۀ کړم.


نو داؤد نېزه او د اوبو منګے واخستلو چې د ساؤل د سر سره نزدې پراتۀ وو او هغه او ابيشے لاړل. هيچا دا ونۀ ليدل او نۀ ورته پته ولګېده چې څۀ وشول او نۀ څوک پاڅېدل، هغوئ ټول په خوږ خوب اودۀ وُو، ځکه چې مالِک خُدائ په هغه ټولو باندې دروند خوب رالېږلے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan