3 هلته هغۀ د اور غشى مات کړل، ډالونه او تُورې او وسله يې د جنګ مات کړل.
او مَلِکصِدق، چې د شاليم بادشاه او د خُدائ تعالىٰ يو اِمام وو، ابرام له روټۍ او مے راوړل،
نو يهوسفط او د هغۀ فوجيان ورغلل چې مالِ غنيمت راواخلى او هغوئ ډېر سامانونه، جامې او نور قيمتى څيزونه وموندل. هغوئ په مالِ غنيمت راغونډولو باندې درې ورځې تېرې کړې، خو مالِ غنيمت دومره ډېر وو چې هغوئ ټول نۀ شو راټولولے.
مالِک خُدائ يوه فرښته راولېږله چې هغې د اسور د لښکر فوجيان او آفسران ووژل. نو داسې بادشاه اسور ته واپس شرمېدلے لاړو. يوه ورځ چې کله هغه د خپل خُدائ په عبادتخانه کښې وو، نو د هغۀ يو څو زامنو هغه په تُورو باندې ووهلو او مړ يې کړو.
هغه په ټوله دُنيا کښې جنګونه ختموى، ليندې او نېزې ماتوى او ډالونه سوزوى.
هغه به قاتلانو نه بدل اخلى، د مظلومانو نه بېخبره نۀ دے او نۀ د دړدمندانو د فرياد نه بېخبره دے.