2 د هغۀ خېمه په شاليم کښې ده، او د هغۀ استوګنه په صيون کښې ده.
او مَلِکصِدق، چې د شاليم بادشاه او د خُدائ تعالىٰ يو اِمام وو، ابرام له روټۍ او مے راوړل،
خو اوس ما يروشلم خوښ کړے دے چې دا به هغه ځائ وى چرته چې به زما عبادت کيږى او ما داؤد خوښ کړے دے چې زما په خلقو يعنې بنى اِسرائيلو باندې حکومت کوى.“
خو په سخته ورځ به هغه ما له په خپل مقدس کور کښې پناه راکړى، او په خپله خېمه کښې به هغه ما له حفاظت راکړى او ما به هغه پاس په لوړه د ګټ دپاسه کښېنوى.
د هغۀ ښار په خپل اوچتوالى کښې ښکلے دے، او ټولې دُنيا ته خوشحالى ورکوى. د صيون غر او مقدس غر چې د لوئ بادشاه ښار دے،
په سندرو کښې د هغه مالِک خُدائ ثناء صِفت کوى، څوک چې په صيون کښې په تخت ناست دے، قومونو ته بيان کړئ هغۀ چې څۀ کړى دى.
اے د صيون خلقو په اوچت آواز د خوشحالۍ نعرې ووهئ. د بنى اِسرائيلو مقدس ذات ډېر لوئ دے، او هغه د خپلو خلقو په مينځ کښې اوسيږى.“
هغۀ خپل کور داسې په آسانه راوغورزولو لکه تۀ به وائې چې په باغ کښې يې جونګړه راوغورزوله، او د عبادت مقدس ځائ يې تباه کړو. مالِک خُدائ په صيون مقدس اخترونه او د سبت د ورځو يادونه هېر کړل. په خپل سخت قهر او غضب کښې يې بادشاه او اِمام دواړه رد کړل.