11 مالِک خُدائ خپل خُدائ ته منښتې ومنئ او هغه بيا ورکړئ، هغوئ ټول چې د هغۀ په خوا او شا کښې دى، او د چا نه چې يرېدل په کار دى هغۀ ته دې نذرونه ورکړى،
کۀ زما د پلار خُدائ پاک، کوم چې د اِبراهيم او اِسحاق خُدائ پاک دے، زما مل نۀ وے، نو تا به زۀ مخکښې خالى لاسونه لېږلے وے. خو خُدائ پاک زما تکليف او کوم خِدمت چې ما کړے دے هغه ليدلے دے او ځکه خُدائ پاک تېره شپه تۀ ملامته کړې.“
ما قسم خوړلے او په هغې ولاړ يم چې زۀ به ستا په صادق شريعت باندې عمل کومه
ستاسو قربانۍ خُدائ ته شُکر ګزارى کول دى، او دا ستاسو د خُدائ تعالىٰ سره کړې وعدې او نذرانې پوره کوى،
ستا د مقدس کور په خاطر چې په يروشلم کښې دے، بادشاهان تا له تحفې راوړى.
د فرښتو جماعت هم د خُدائ پاک نه يريږى، او د هغۀ شان او شوکت هم د هغه چا نه زيات دے څوک چې ټول د هغۀ د تخت نه ګېرچاپېره راټول شوى دى.
کله چې يو سړے مالِک خُدائ ته د منښتې په توګه څۀ څيز ومنى يا سخت قسم وخورى، نو هغه به خپله وعده نۀ ماتوى او خامخا به يې پوره کوى.
ستاسو د قوم ټول سړى به په کال کښې درې ځل د مالِک خُدائ عبادت دپاره هغه يو ځائ ته يعنې د فسحې اختر، د لَو کولو اختر او د جونګړو اختر دپاره راځى. او يو سړے به هم مالِک خُدائ له خالى لاسونه نۀ راځى،