Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 76:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 خُدائ پاک په يهوداه کښې مشهور دے، د هغۀ په بنى اِسرائيلو کښې لوئ نوم دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 76:1
18 Iomraidhean Croise  

نو اوره زما سوال کله چې تا ته په ژړا يم، تۀ چې وائې زما په حقله خُدايه، زۀ چې بې‌ګناه يم. زما مشکل آسان کړه، مهربان شه سوال مې اوره.


قادر مطلق خُدائ، مالِک خُدائ د زمکې خلقو ته حُکم وکړو، او د مشرق نه تر مغرب پورې د زمکې خلق يې راوغوښتل.


په خپل نوم سره دې ما ته خلاصون راکړه خُدايه، په خپل قدرت سره دې زما بې‌ګناهى ثابته کړه.


اے پاکه خُدايه، زما سوال زارى واوره، او زما دُعا ته غوږ ونيسه.


خُدائ پاک دې په مونږ مهربانه شى او مونږ ته دې برکت راکړى، او په مونږ دې د خپل مخ نُور وځلوى.


نو په دې وجه زۀ دا حکم جارى کوم چې د ټولو خلقو او قومونو او د هرې ژبې خلق کۀ چرې هغوئ د شدرک، ميشک او عبدنجو د خُدائ پاک خلاف څۀ ووائى نو هغوئ به ټوټې ټوټې شى او د هغوئ کورونه به تباه کړے شى، ځکه چې بل يو معبود هم داسې نشته چې څوک داسې بچ کړى.“


ځکه هر کله چې زۀ په ښار کښې وګرځېدم او ما ستاسو د عبادت د څيزونو ننداره په غور سره وکړه نو ما د نورو څيزونو سره يوه قربان‌ګاه وليدله چې دا پرې ليکلے شوى وُو چې، د نامعلومه خُدائ پاک دپاره. تاسو چې د کوم څيز د نامعلوم په طور عبادت کوئ، هم دغه څيز زۀ درته بيانوم.


خو کۀ تاسو ځان ته يهوديان وايئ او په شريعت ټينګ ولاړ يئ او خُدائ پاک سره په خپل تعلق فخر کوئ،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan