Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 75:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 خو زۀ به يې تر ابده پورې ستايم، زۀ به په سندرو کښې د يعقوب د خُدائ پاک ثناء صِفت کوم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 75:9
8 Iomraidhean Croise  

هغوئ دې په خپلو سترګو خپله تباهى وګورى، او د قادر خُدائ غصه دې تېره کړى.


زۀ به د مالِک خُدائ سندرې په خپل ټول ژوند کښې وايم، ترڅو چې ژوندے يم د خُدائ پاک ثناء به وايم.


ما په زړۀ کښې ستا د خلاصون خبره پټه نۀ کړه، هر ځائ کښې مې ستا د وفادارۍ او خلاصون خبره وکړه. ما ستا د ابدى مينې او وفادارۍ خبره په لوئ جماعت کښې وکړه.


په خپل ښى لاس دې مونږ سره مدد وکړه او مونږ بچ کړه، چې چا سره چې تۀ مينه کوې هغوئ ته خلاصون ورکړه.


د صيون لور په دروازو به ستا صِفت او د خلاصون خوشحالى وکړم نو داسې به زۀ ستا د ثناء صِفت اعلان وکړم.


مالِک خُدائ چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے ما ته يې وفرمائيل، ”زما د لاس نه دا پيالۍ واخله چې زما د غضب د شرابو نه ډکه ده او ټولو قومونو ته چې زۀ تا استوم په هغوئ يې وڅښوه.


تۀ به دا وڅښې او تشه به يې کړې، او په ماتو شوو ټوکړو به يې شخوند ووهې او خپله سينه به د غم نه ووهې. ما مالِک قادر مطلق خُدائ دا وفرمائيل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan