Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 75:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 مغرُورو ته وايمه چې لافې نۀ کوى، او بدکارانو ته وايمه چې په خپل قدرت فخر نۀ کوى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 75:4
12 Iomraidhean Croise  

هغۀ خپل قوم دپاره د فخر ښکر پورته کړے دے، ترڅو د هغۀ ټول نېک او مقدس خلق د هغۀ ثناء صِفت بيان کړى، يعنې بنى اِسرائيل چې هغۀ ته نزدې دى. د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.


خو صادقان دې د هغۀ په وړاندې خوشحالى وکړى، د خُدائ پاک په حضور کښې دې خوشحاله شى، او د خوښۍ نعرې دې وکړى.


تۀ په خپله د دوئ جلال او طاقت يې. او تۀ په خپلې رضامندۍ سره مونږ ته طاقت راکوې.


اے د قوم بې‌عقله خلقو ځان خبر کړئ، اے ناپوهه خلقو تاسو به کله خپل ځان هوښياروئ؟


د مالِک خُدائ په وړاندې غرونه لکه موم داسې ويلى کيږى، د ټولې دُنيا د مالِک خُدائ په مخکښې داسې کيږى.


”جاهله خلقو، تاسو به تر کومې پورې ساده ګان يئ؟ ترڅو پورې به تاسو مسخره کوونکى په خپلو مسخرو کښې خوشحاله يئ؟ ترڅو پورې به تاسو بې‌وقوفان عِلم نه نفرت کوئ؟


اے ساده خلقو، احتياط زده کړئ، اے بې‌وقوفو. عقل حاصل کړئ.


خپله ساده لار پرېږدئ نو تاسو به ژوندى پاتې شئ، او د پوهې په لار تلل وکړئ.“


ما ترې نه تپوس وکړو چې، ”دا څلور کسان د څۀ دپاره راروان دى؟“ نو فرښتې جواب راکړو، ”دا څلور ښکرونه هغه قومونه دى چې يهوداه يې عاجز او تس نس کړو. نو اوس دا لوهاران راغلى دى چې دا قومونه ويروى او راښکته يې کړى او د هغوئ کبر ختم کړى.“


هغه غريب د خاورې نه راوچتوى او ضرورتمند د ايرو د ډېرى نه اوچتوى، او د شهزادګانو مرتبه ورکوى او د عزت په ځايونو کښې يې کښېنوى. د زمکې بنيادونه د مالِک خُدائ دى، په دې باندې هغۀ دُنيا ودرولې ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan