Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 75:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 مالِک خُدائ فرمائى چې زۀ به د ټولو شريرانو ښکرونه مات کړم، خو د نېکانو ښکرونه به اوچت کړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 75:10
8 Iomraidhean Croise  

هر سحر به زۀ هغه بدکاره چې په مُلک کښې مې اوسيږى تباه کوم، زۀ به هر بدعمله د مالِک خُدائ د ښار نه ورک کړم.


هغۀ خپل قوم دپاره د فخر ښکر پورته کړے دے، ترڅو د هغۀ ټول نېک او مقدس خلق د هغۀ ثناء صِفت بيان کړى، يعنې بنى اِسرائيل چې هغۀ ته نزدې دى. د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.


تۀ په خپله د دوئ جلال او طاقت يې. او تۀ په خپلې رضامندۍ سره مونږ ته طاقت راکوې.


لکه د ځنګلى غوَيى په شان تا زما ښکر اوچت کړے دے. په ښۀ تېلو باندې دې غوړ کړے يم.


مالِک خُدائ دا اعلان وکړو چې، د موآب ښکر مات شو، او د هغۀ طاقت ختم شو.“


او د خپل خادِم داؤد په کور کښې يې يو زورَور خلاصونکے پېدا کړو.


حنه دُعا وکړه او وې وئيل، ”مالِک خُدائ زما زړۀ د خوشحالۍ نه ډک کړے دے، هغۀ چې څۀ کړى دى په هغې باندې زۀ څومره خوشحاله يم. زۀ په خپلو دشمنانو پورې خاندم زۀ څومره خوشحاله يم ځکه چې خُدائ پاک زما مدد کړے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan