Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 74:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 مونږ نۀ معجزه وليده او نۀ راسره پېغمبر پاتې شو، او په مونږ کښې هيڅ څوک په دې نۀ پوهېدو چې دا حالت به کله ختم شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 74:9
11 Iomraidhean Croise  

په چوکاټونو د وينې نښه به ما ته هغه کورونه په نښه کوى چې تاسو په کښې اوسېږئ. چې کله زۀ مِصريان هلاکوم او زۀ دې وينې ته ګورم، نو د څۀ نقصان رسولو نه بغېر به ستاسو نه تېر شم.


د يروشلم دروازې په زمکه کښې ډوبې شوې دى، او د هغې اړمونه او تالې يې تباه کړې دى. د هغې بادشاه او شهزادګان نورو قومونو ته جلاوطن کړے شوى دى. نور د مالِک خُدائ نه شريعت نۀ ملاويږى او نۀ نورې وحى د هغۀ پېغمبرانو ته د مالِک خُدائ نه راځى.


ما ورته د سبت ورځ هم ورکړه چې دا زمونږ دواړو په مينځ کښې د لوظ نښه وى، نو چې هغوئ په دې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ دوئ مقدس کړى دى.


د يو افت دپاسه به بل افت راشى، او د افواه دپاسه به بله افواه خوريږى. هغوئ به په دې کوشش کښې وى چې د نبى رويا واورى، د شريعت تعليم به د اِمام نه ختم شى، او هم داسې د مشرانو مشورې به هم ختمې شى.


قادر مطلق خُدائ فرمائى، ”هغه ورځې راروانې دى، کله چې زۀ په زمکه باندې قحط راولم. خو دا به د لوږې او تندې قحط نۀ وى، بلکې دا به د خُدائ پاک د کلام د نۀ اورېدلو قحط وى.


نو په دې وجه به په تاسو شپه راشى، چې بغېر د رويا به وى، او تيارۀ به راشى چې بغېر د پېشګويۍ به وى. نمر به ښکته شى د پېغمبرانو دپاره، او ورځ به د هغوئ دپاره تيارۀ شى.


رويا کتونکى به وشرميږى او قسمت ښودونکى به بې‌عزته شى. هغوئ ټول به خپل مخونه پټ کړى ځکه چې د خُدائ پاک د طرف نه ورته جواب نۀ ملاويږى.


خُدائ پاک هم د خپلو نښو، عجيبه کارونو او قِسما قِسم معجزو په کولو او د خپلې مرضۍ په مطابق د روحُ القُدس د نعمتونو په ويشلو د هغې تصديق وکړو.


جدعون جواب ورکړو، ”کۀ تۀ زما نه خوشحاله يې نو ما ته څۀ نښې وښايه چې تۀ په رښتيا مالِک خُدائ يې.


په هغه ورځو کښې، کله چې سموئيل هلک د عيلى د لارښودنې لاندې د مالِک خُدائ خِدمت کولو، د مالِک خُدائ وحى نازلېدل کم شوى وُو او د هغۀ پېغام څرګندېدل بلکل کم شوى وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan