Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 74:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 او هغوئ په خپلو زړونو کښې وائى چې، ”مونږ به دوئ بلکل چخڼى کړُو.“ دوئ هغه ټول ځايونه وسوزول کوم ځائ به چې د خُدائ پاک عبادت کېدو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 74:8
9 Iomraidhean Croise  

د پېغمبرانو يوه ډله د بيت‌ايل نه راووتله، اليشع له لاړه او د هغۀ نه يې تپوس وکړو، ”تا ته پته ده څۀ چې مالِک خُدائ نن ستا نه نېک بوځى؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”آو، ما ته پته ده، خو دا خبره مۀ کوئ.“


د پېغمبرانو يوه ډله چې هلته اوسېده اليشع له لاړه او د هغۀ نه يې تپوس وکړو، ”تا ته پته ده څۀ چې مالِک خُدائ نن ستا نه ستا نېک بوځى؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”آو، ما ته پته ده، خو ښۀ به دا وى چې تاسو ونۀ وايئ.“


خاوند ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ نن ولې روانه شوې؟ نن خو نۀ د سبت ورځ ده او نۀ د نوې مياشتې اختر دے.“ هغې ورته ووئيل، ”خېر به شى.“


هغوئ د مالِک خُدائ د تورات کِتاب واخستلو او د يهوداه ټولو ښارونو ته لاړل او خلقو له يې تعليم ورکولو.


اے مالِکه خُدايه، ادوميان راياد کړه، چې څۀ يې کړى وُو، په کومه ورځ چې يروشلم رانسکور شوے وو. هغوئ چغې وهلې چې، ”وران يې کړئ، او چې د بنيادونو پورې يې وران کړئ.“


دوئ وائى، ”راځئ چې د يو قوم غوندې يې تباه کړُو، چې د بنى اِسرائيلو نوم په دُنيا کښې نور پاتې نۀ شى.“


په يو سوچ سره دوئ په شريکه منصوبې جوړوى، دوئ ستا خلاف يو موټے شول او اِتحاد جوړوى.


عيسىٰ په ټول ګليل کښې ګرځېدو، د يهوديانو په عبادتخانو کښې يې تعليم ورکولو او د خُدائ پاک د بادشاهۍ د زيرى بيان يې کولو او د خلقو هر رنځ او بيمارى يې روغوله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan