6 هغوئ ستا د عبادتګاه ټولې د ګُلکارۍ تختې په خپلو تبرُونو او ترښځو سره ورانې کړې.
د دِيار تختې د کدو او د ګلونو په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې، دننه ټوله حِصه په دِيار پټه وه او د دېوال کاڼى نۀ ښکارېدل.
د مينځنۍ کوټې او دنننۍ کوټې ټول دېوالونه د وزرو والا مخلوق، د کجورو ونو او د ګلونو په ګُلکارۍ ښائسته کړے شوى وُو.
دروازې د وزرو والا مخلوق باندې، د کجورو ونو او د غړېدلو شوو د ګلونو په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې. دا ټول څيزونه په سرو زرو باندې پټ کړے شوى وُو.
او دا دروازې د وزرو والا مخلوق، د کجورو ونو او غړېدلو شوو ګلونو په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې، چې په سرو زرو يو شان پټې وې.