4 ستا په عبادتګاه کښې ستا دشمنانو چغې وهلې دى، او دوئ هلته خپلې د فتحې جنډې لګولې دى.
نو مالِک خُدائ د بابل بادشاه راوستو چې په هغوئ حمله وکړى، تر دې چې د مالِک خُدائ په کور کښې هم هغۀ د يهوداه زلمى ووژل. هغۀ په ځوان يا بوډا، په نر يا ښځه، بيمار يا روغ په هيچا هم رحم نۀ کولو. خُدائ پاک هغوئ ټول ورته حواله کړل.
مالِک خپله قربانګاه سپکه کړه، او خپل مقدس مقام يې پرېښودلو. هغۀ د دشمن لاسونو ته د خپل محلونو دېوالونه حواله کړل. دشمن د مالِک خُدائ په کور کښې چغې کړې لکه څنګه چې د اختر په ورځ خلق کوى.
هغه بچ کوونکے او ساتونکے دے، هغه په آسمان او زمکه کښې نښې او عجائب څرګندوى. هغۀ دانيال د زمرو د پنجو نه بچ کړو.“
کله چې اِسرائيليان کېمپ جوړوى، نو هر سړے به د خپل لښکر د جنډې لاندې خېمه ودروى. خېمې به د مقدسې خېمې نه ګېرچاپېره لګولے شى.
يوه ورځ راتلونکى ده هر کله چې تاسو د دانيال د پېشګويۍ په مطابق په مقدس ځائ کښې هغه پليت بُت چې تباهى راولى ولاړ ووينئ، (لوستونکى دې پرې پوهه شى)
هم په دغه وخت کښې ځينې کسانو عيسىٰ د هغه ګليليانو په حقله خبر کړو چې پيلاطوس هغوئ د خُدائ په کور کښې ووژل کله چې هغوئ قربانى کوله.
خو کله چې تاسو دا ووينئ چې د يروشلم نه فوجونه راچاپېر شوى دى نو تاسو پوهه شئ چې د هغې بربادى رانزدې شوې ده.
هغې په خپله خوله د خُدائ پاک خلاف د کُفر خبرې وکړې او د خُدائ نوم او د هغۀ د استوګنې ځائ او آسمانى مخلوق پسې يې کُفر وغرولو.