3 د هغوئ په دائمى کنډرو کښې خپل قدم کېږده، ځکه چې دشمن ستا په عبادتخانه کښې هر څۀ تباه کړى دى.
هغۀ د مالِک خُدائ کور، شاهى محل او د يروشلم ټول کورونه وسوزول، هغۀ د ښار هر يو لوئ عمارت وسوزولو.
هغوئ ما ته ووئيل چې کوم کسان د جلاوطنۍ نه بچ شوى وُو او د يهوداه صُوبې ته واپس راغلى وُو هغوئ د لوئ تکليف او بېعزتۍ سره مخ وُو. هغوئ ما ته دا هم ووئيل چې د يروشلم دېوالونه تر اوسه پورې مات پراتۀ دى او د دې دروازې د هغه وخت نه بيا نۀ دى جوړې شوې چې د کوم وخت نه هغه په اور سوزولے شوې وې.
کله چې زۀ د ښار نه روان شوم نو تر اوسه پورې شپه وه. د وادۍ په دروازه باندې ووتلم او د ګيدړ کوهى نه تېر شوم او د ګند دروازې ته لاړم. کله چې زۀ روان وم، نو ما د ښار غورزېدلى دېوالونه او هغه دروازې وليدې کومې چې په اور تباه شوې وې.
او جواب مې ورکړو، ”بادشاه سلامت، خُدائ دې تا له ډېر عُمر درکړى. زۀ به ولې خفه نۀ يم چې په کوم ښار کښې زما پلار نيکۀ ښخ شوى دى هغه تباه شوے دے او د هغې دروازې په اور تباه شوې دى؟“
اے مالِکه خُدايه، راپاڅه ولې تۀ اودۀ کېږې څۀ؟ راپاڅه، او تر ابده پورې مونږ مۀ رد کوه.
پاڅه او زمونږ مدد وکړه، او د خپلې ابدى مينې په وجه دې مونږ ته خلاصون راکړه.
اے پاکه خُدايه غېر قومونو ستا مُلک قبضه کړے دے، هغوئ ستا د مقدس کور بېحرمتى وکړه او هغوئ يروشلم په کنډرو بدل کړے دے.
ما اسوريان ورولېږل چې په دې بېدينه قوم باندې حمله وکړى، دا هغه خلق دى چې زۀ يې غصه کړے يم. ما هغوئ د دې دپاره ورلېږل چې هغوئ وشوکوى او لوټ يې کړى او هغه خلق د لارې د خاورې په شان د پښو لاندې کړى.“
مالِک خُدائ به د صيون د غرۀ حِفاظت کوى، خو موآب به داسې د پښو لاندې کړے شى لکه چې بوس په غوبل کښې د پښو لاندې کيږى.
هغوئ به پخوانى کنډرات بيا آباد کړى او د هغه ځايونو مرمت به وکړى کوم چې ډېره موده مخکښې تباه شوى وُو. هغوئ به هغه تباه شوى ښارونه بيا قائم کړى کوم چې تر ډېرو نسلونو پورې غېر آباد وُو.
هغۀ د مالِک خُدائ په عبادتګاه، په شاهى محل او د يروشلم په ټولو کورونو اور ولګولو. هر يو خاص عمارت هغۀ وسوزولو.
دشمن خپل لاسونه وراوږدۀ کړل او د هغې ټول قيمتى څيزونه يې لوټ کړل. هغې په خپله وليدل چې غېر قومونه د هغې مقدس ځائ ته داخل شول، اګر چې تا دغه خلق خپل جماعت ته د داخلېدو نه منع کړى وُو.
د هغۀ لښکر به راشى چې د عبادتګاه بېحرمتى وکړى او روزانه قربانۍ به بندې کړى. هغوئ به هلته هغه ناپاکه بُت ودروى کوم چې به تباهى راولى.
نو اوس اے مالِکه خُدايه، د خپل خِدمت کوونکى زما دُعا او زارۍ ته غوږ ونيسه. اے مالِکه خُدايه د خپل نوم په خاطر خپل تباه شوى پاک کور ته د رحم په نظر وګوره.
هغه حکمران به د اووۀ کالو دپاره د ډېرو خلقو سره لوظ وکړى او د دې وخت په نيمه کښې به هغه قربانۍ او نذرانې ختمې کړى. او د مالِک خُدائ د کور په اوچت ځائ به يو داسې ناپاکه بُت کېږدى چې تباهى به راولى. او تر هغې پورې به هلته وى ترڅو چې خُدائ پاک هغه خپل اَنجام ته ورسوى کوم چې ورته هغۀ مقرر کړے دے.“
ګورئ، مالِک خُدائ راروان دے، هغه په آسمان کښې خپل تخت پرېږدى او د زمکې اوچت ځايونه د پښو لاندې کوى.
نو ځکه ستاسو په وجه، صيون به لکه د پټى غوندې يوه کړے شى، يروشلم نه به د کنډر يو ډېرے جوړ شى، او د خُدائ پاک د کور په غر به ګڼ ځنګل وشى.
نو بيا يې هغوئ ته تعليم شروع کړو او وې فرمائيل، ”ولې صحيفې دا نۀ وائى چې، زما کور به د ټولو قومونو دپاره د دُعا کور بللے شى؟ خو تاسو ترې د ډاکوانو اډه جوړه کړې ده.“
هغوئ به په تُوره هلاک کړے شى او ټولو مُلکونو ته به لکه د قېديانو بوتلے شى او تر هغه وخت پورې به يروشلم د غېريهوديانو تر پښو لاندې وى ترڅو چې د غېرو قومونو زمانه پوره شوې نۀ وى.
او هغوئ يشوَع ته راوستلے شول. يشوَع بيا د بنى اِسرائيلو ټول سړى راوغوښتل او هغه آفسرانو له يې حُکم ورکړو چې، ”راشئ او خپلې پښې د بادشاهانو په څټُونو باندې کېږدئ.“ او هغوئ ورله په څټُونو پښې کېښودې.
خو د خُدائ د کور بهر دربار مۀ کچ کوه ځکه چې دا غېرو قومونو ته ورکړے شوے دے او هغوئ به دا مقدس ښار تر دوو څلوېښتو مياشتو پورې د پښو لاندې کړى.