22 راپاڅه، پاکه خُدايه، او د خپلې دعوې دفاع وکړه، راپه ياد کړه چې څومره بېوقوفانو هر وخت ستا د نوم ګستاخى کوله،
نو مالِکه خُدايه، چې په مونږ څۀ کيږى هغې ته وګوره. هغه ټولې خبرې واوره چې سينحرب يې تا يعنې ژوندى خُدائ پاک ته د بېعزتۍ دپاره کوى.
راپاڅه، تۀ راپاڅه او زما دفاع وکړه، زما دپاره وکالت وکړه، زما پاکه خُدايه او زما مالِکه،
کم عقلان په خپل زړۀ کښې وائى چې، ”خُدائ پاک نشته.“ دوئ په بدو اخته شول او بدعمله دى، تر دې چې يو هم نشته چې نېک وى.
مالِکه خُدايه راياد کړه چې دشمن به څنګه تا پورې ټوقې کولې، او څنګه به کم عقلانو ستا د نوم ګستاخى کوله،
مالِک خُدائ فرمائى، ”او په بابل کښې هم هغه کار شوے دے يعنې، زما خلق قېديان دى او د هغوئ په سر هيڅ پېسې نۀ دى ورکړے شوې. څوک چې په هغوئ حکومت کوى نو هغوئ هر وخت زما د نوم سپکاوے کوى.