16 ورځې دى کۀ شپې دى دواړه ستا دى، نمر او سپوږمۍ تا په خپل ځائ مقرر کړى دى.
تا سپوږمۍ د موسم د مقررولو دپاره جوړه کړه، نمر په دې پوهيږى چې کله ښکته شى.
تۀ تيارۀ راولې نو بيا شپه شى، او ټول ځنګلى ځناور په کښې په ګشت شى.
زۀ کله چې ستا د ګوتو کار ته ګورم، ستا په آسمانونو باندې غور کوم، په خپل ځائ چې مقرر دى ستورو سپوږمۍ ته ګورم،
زۀ رڼا او تيارۀ دواړه پېدا کوم، سلامتى او بربادى دواړه زۀ راولم. زۀ، مالِک خُدائ دا هر څۀ کوم.
خو مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، کۀ چرې ما د ورځې او د شپې سره لوظ نۀ وو کړے او د زمکې او آسمان نظام مې نۀ وو جوړ کړے،
چې په دې تاسو د خپل آسمانى پلار زامن شئ، څوک چې په بدو او په ښو يو شان نمر راخېژوى او په نېکو او بدو خلقو يو شان باران ورَوى.