14 تا د سمندرى بلاګانو سرونه مات کړل، او د صحراګانو په ځناورو دې د دوئ غوښې وخوړې.
لعنت ويونکى دې هم په هغه ورځ لعنت ووائى، هغه څوک چې په سمندرى بلاګانو راويښولو کښې ماهِر وى.
د دشتو کوچيان به د هغۀ په وړاندې په سجده شى، د هغۀ دشمنان به خاورى په خولۀ شى.
نو، په هغه ورځ مالِک خُدائ بنى اِسرائيل د مِصريانو د زور نه بچ کړل او بنى اِسرائيلو هغوئ وليدل چې د درياب په غاړه مړۀ پراتۀ وُو.
په هغه ورځ به مالِک خُدائ د خپلې زورَورې او کلکې تُورې نه کار واخلى چې هغه تښتېدونکې بلا له يعنې تاوېدونکې راتاوېدونکې بلا له سزا ورکړى او وې ووژنى کومه چې په سمندر کښې اوسيږى.
د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت مۀ کوئ او د هغه خلقو نه مۀ يرېږئ کوم چې هلته اوسيږى. هغوئ له شکست ورکول مونږ ته آسان دى. مالِک خُدائ زمونږ مل دے او هغه خُدايانو له يې شکست ورکړے دے چې هغوئ يې بچ کول، نو مۀ يرېږئ.“
او هغه اژدها چې زوړ ښامار دے، هغه يې ونيوو، اِبليس يعنې شېطان، او تر زرو کالو پورې يې وتړلو.