Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 74:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 اے پاکه خُدايه، ترڅو به دشمن ستا نوم پورې خندا کوى؟ او تل به هغه ستا د نوم بې‌حرمتى کوى؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 74:10
10 Iomraidhean Croise  

ځکه چې خلق راپورې ټوقې مسخرې کوى، او زما دشمنان رانه د بدل اخستو کوشش کوى.


اے مالِکه خُدايه ما خلاص کړه ما ته راوګرځه، ما بچ کړه د خپلې لوئې مينې سره.


اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ ګاونډيانو له اووۀ چنده سزا ورکړه، د هغه سپکوالى په وجه کوم چې دوئ تا پورې کړے دے،


اے مالِکه خُدايه، تر کومې پورې به داسې وى؟ آيا تۀ به تر ابده خپل ځان پټوې؟ تر کومې پورې به خپل قهر او غضب لکه د اور بلوې؟


تا چا پورې خندا وکړه او د چا بې‌عزتى دې وکړه؟ تا د چا خلاف آواز اوچت کړو؟ تا چا ته د غرور په نظر وکتل؟ دا د بنى اِسرائيلو مقدس ذات وو.


په هغوئ کښې يو د هغه سړى نه تپوس وکړو چې د کتان جامې يې اغوستې وې، او څوک چې د اوبو په غاړه ولاړ وو، ”نو دا حېرانېدونکې خبرې به نور په څومره وخت کښې پوره شى؟“


هغوئ په زوره چغه کړه چې، ”اے بادشاه مالِکه، پاکه او رښتونى خُدايه. ترڅو به تۀ فېصله نۀ کوې او د زمکې د اوسېدونکو نه به زمونږ د وينې بدل وانۀ خلې؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan