8 د خلقو بېعزتى کوى او د نفرت او حسد نه ډکې خبرې کوى، په کبرژنه لهجه په خپله ژبه سره د ظلم او زياتې خبرې کوى.
بادشاه داسې وائى چې حزقياه مو دوکه نۀ کړى. حزقياه تاسو زما د لاس نه نۀ شى بچ کولے.
په خپل غرور کښې بدکاران غريبانان خپل ځان ته پرزوى، دوئ په خپله په خپلو بدچلونو کښې راګېر کړه.
کلک کړى دى هغوئ خپل بېرحمه زړونه، واوره په خپله د هغوئ د لافو ډک کلامونه.
تا زما خلاف په بېپرواهۍ سره لافې او ډيرې خبرې وکړې، او ما دا واورېدلې.
هغوئ د خُدائ تعالىٰ نه بغېر هر خوا ګورى. هغوئ د کږې ليندې په شان نا اعتباره دى. د هغوئ آفسران به د خپلې سپکې خولې د لاسه په تُوره مړۀ شى او مِصريان به په هغوئ پورې خندا کوى.“
خو خاص هغوئ څوک چې جسمانى ناپاکو خواهشونو پسې ګرځى او څوک چې د خُدائ پاک اختيار سپک ګڼى، دوئ ګستاخه او مغروره دى او په جلالى هستيانو باندې په بدو وئيلو دوئ نۀ شرميږى.
ځکه چې هغوئ د کبر او بېهوده خبرې کوى، او د شهوت پرستۍ په وسيله هغه خلق په جسمانى خواهشونو کښې راګېروى څوک چې لږ څۀ کښې د هغه چا نه راتښتېدلى دى چې په ګمراهۍ کښې ژوند تېروى.
دا غورېدونکى او شکايت کوونکى خلق دى، هغوئ په خپلو خواهشاتو پسې روان دى، هغوئ د خپل ځان په حقله غټې غټې خبرې کوى او د خپل مقصد دپاره خلقو ته نرمې ګرمې خبرې کوى.
(په بنى اِسرائيلو کښې لوهار نۀ وو ځکه چې د فلستيانو اراده دا وه چې عبرانيان تُورې او نېزې جوړې نۀ کړى.