5 او د نورو خلقو غوندې هغوئ په تکليف کښې نۀ دى، او د نورو خلقو غوندې په سختو او کړاونو کښې نۀ دى.
چې بدعمله کسان د مصيبت په وخت کښې خلاص شى، او د قهر په ورځ بچ کيږى.
کله چې زۀ په دې سوچ وکړم نو خفه شم، او زما په بدن لړزان راشى.
د هغوئ کورونه د يرې نه بچ وى، او خُدائ پاک هغوئ له سزا نۀ ورکوى.
دا بدکاران وګورئ دغه شان وى، چې ژوند يې په آرام وى مال دولت يې زياتيږى.
خو کله چې مالِک زمونږ عدالت وکړى نو دا زمونږ د اصلاح دپاره کوى د دې دپاره چې مونږ د نورې دُنيا سره مجرمان نۀ شو.
او کۀ تاسو له هغه تنبيه درنۀ کړے شى په کومه کښې چې ټول بچى شريک دى نو تاسو حراميان شوئ، نه چې زامن.
زۀ چې چا سره مينه کوم هغوئ ملامته کوم او تربيت ورکوم، نو ځکه غېرت وکړه او توبه وباسه.