Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 73:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 نو ما د کبرژنو سره کينه وکړه، هرکله چې ما د بدکارانو ترقى وليده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 73:3
14 Iomraidhean Croise  

د ډاکوانو کورونه په امن کښې وى، او چې څوک خُدائ پاک راپاروى نو هغه محفوظ وى، اګر چې هغوئ د خُدائ پاک په ځائ په خپل طاقت باندې بهروسه کوى.


کله چې نېکان خلق ما وګورى نو په لړزان شى، او بې‌ګناه خلق د خُدائ پاک نه د منکرو خلقو مخالفت کوى.


بدعمله خلق ولې ژوندى وى، او پوخ عُمر ته ورسيږى او طاقتور شى؟


کېدے شى چې هغه ورله امن ورکړى چې په حِفاظت سره ژوند تېروى، خو هغوئ د خُدائ پاک د نظر لاندې وى.


تل کاميابه وى هغوئ په دشمنانو پورې خندا کوى، ستا قانون نۀ منى دا مغروران.


د بدکارانو په حقله ځان مۀ پرېشانوه، او د ګناهګارانو کارونو ته نيت مۀ بدوه.


د مالِک خُدائ په وړاندې چپ ودرېږه، او په صبر سره د هغۀ فېصلو ته انتظار کوه، او د بدکارانو په کاميابۍ او منصوبو مۀ خفه کېږه.


خپل زړۀ مۀ پرېږده چې د ګناهګارو سره حسد وکړى، خو د مالِک خُدائ نه هر وخت په يره کښې اوسه.


د بدکارانو سره حسد مۀ کوه او د هغوئ د دوستانې آرزو مۀ کوه


د ظالم سره سيالى مۀ کوه او مۀ د هغۀ په نقش قدم عمل کوه،


ما په خپل بې‌فائدې ژوند کښې هر څۀ ليدلى دى، يو صادق باوجود د خپل صداقت نه هم تباه شى او يو بدعمله په خپله بدعملۍ کښې اوږد عُمر تېر کړى.


اے مالِکه خُدايه، تۀ همېشه ما سره اِنصاف کوې کله چې زۀ يوه مسئله ستا په حضور کښې وړاندې کړم. نو ما ته د مقدمې کولو اجازت راکړه، نو دا بدکاران ولې دومره ترقى کوى؟ او ولې ټول غداران دومره په آرام ژوند تېروى؟


نو اوس مونږ مغروره خلقو ته بختور وايو. يقيناً چې بدعمله خلق ترقى کوى، او تر دې چې هغوئ څوک چې د خُدائ پاک مقابله کوى سزا نۀ ګورى.“


يا تاسو دا ګڼئ چې مقدس کِتاب بې‌فائدې وائى چې، ”خُدائ پاک چې کوم روح زمونږ په زړُونو کښې اچولے دے، هغه د حسد خواهش ساتى څۀ؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan