23 خو د هر څۀ باوجود به بيا هم زۀ د تل دپاره تا سره يم، په خپله مې د ښى لاس نه راونيسه.
ابرام چې کله د يو کم سلو کالو وو، نو مالِک خُدائ هغۀ ته راڅرګند شو او وې فرمائيل، ”زۀ قادر خُدائ يم. زما تابعدارى کوه او همېشه بېعېبه اوسه.
کۀ چرې هغه وشمارم، نو د شګو نه ډېر دى. او زۀ چې کله راويښ شم، نو بيا هم تا سره يم.
مالِک خُدائ همېشه راسره دے زۀ په دې پوهېږم. هغه په خوا کښې راسره دے نو زۀ به نۀ غورزېږم.
کۀ څۀ هم د مرګ وادۍ نه زۀ تېرېږم، خو تۀ زما په څنګ يې نو نۀ يرېږم، ستا په چوکه او امسا زما تسلى ده.
او مالِک خُدائ به د بدعملو زور ختم کړى، خو د صادقانو به حفاظت وکړى.
کۀ تيندک وخورى نو وبه نۀ غورزيږى، ځکه چې مالِک خُدائ يې په خپلو لاسونو کښې اوچتوى.
ما خپل ځان تا پورې تړلے دے، ستا زورَور لاس زۀ په امان کښې ساتلے يم.
يرېږئ مۀ، زۀ ستاسو مل يم. زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، د څۀ نه هم مۀ وارخطا کېږئ. زۀ به تاسو مضبوط کړم او طاقت به درکړم، زۀ به په خپل زورَور ښى لاس سره ستاسو حِفاظت کوم.
زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، زۀ تاسو تکړه کوم او درته وايم چې، ”مۀ يرېږئ، زۀ به ستاسو مدد کوم.“
دا زما خادِم دے چا ته چې ما طاقت ورکړے دے او څوک چې ما غوره کړے دے، زما محبوب چې روح مې پرې خوشحاله دے. ما خپل روح په هغۀ سورے کړے دے، او هغه به غېرو قومونو ته اِنصاف رسوى.
”ګوره، يوه پېغله به اُميدواره شى او زوئ به يې وشى او د هغۀ نوم به عمانوايل کېږدى، چې مطلب يې دے، خُدائ پاک زمونږ مل دے.“
او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“
د پېسو د مينې نه خپل ځان وساتئ او څۀ چې درسره دى په هغې صبر کوئ، ځکه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به هيڅکله هم تاسو نۀ پرېږدم، او تاسو به هيڅکله نۀ هېروم.“