Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 73:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 زۀ څومره بې‌احساسه او جټ جاهله وم، زۀ به تا ته د بې‌عقله ځناور په شان ښکاره کېدم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 73:22
9 Iomraidhean Croise  

مونږ په ځناورو کښې ولې شمېرلے شُو؟ مونږ ستاسو په نظر کښې ولې کم عقلان يُو؟


د مست آس يا قچر په شان مۀ جوړېږئ چې د واګو او قېزې نه بغېر نۀ قابو کيږى.


نو ټول خلق به ووينى چې پوهان هم مړۀ کيږى، جاهلان او بې‌وقوفان به يو ځائ هلاک شى. او د ټولو نه به مال دولت نورو ته پاتې شى


اے پاکه خُدايه، تا ته پته ده چې زۀ څومره بې‌وقوفه يم، او ستا نه پټ نۀ دى زما ګناهونه.


بې‌احساسه خلق په دې نۀ پوهيږى، او کم عقل په دې نۀ پوهيږى.


بدکاران کۀ څۀ هم لکه د واښو هسې راټوکيږى، او ټول بدکاران کۀ اوچتيږى، خو بيا هم دوئ به د تل دپاره تباه کيږى.


بې‌شکه چې زۀ په ټولو انسانانو کښې بې‌وقوفه يم، ما کښې د انسان په شان عقل نشته.


او ما دا هم په خپل زړۀ کښې ووئيل، چې خُدائ پاک د انسانانو آزمېښت کوى، چې مونږ ته دا وښائى چې مونږ د ځناورو نه ښۀ نۀ يُو.


غوَيے خپل مالِک پېژنى او خر د خپل مالِک اخور پېژنى. خو بنى اِسرائيل خپل مالِک نۀ پېژنى، زما خلق د عقل نه خلاص دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan