21 نو کله چې زما زړۀ خفه وو، او روح زما په ما کښې زخمى شوے وو.
د هغۀ غشى ويشتونکى زما نه تاو شول. هغۀ زما ګردې راوويستلې او په ما يې هيڅ رحم ونۀ کړو، هغۀ زما تريخے په زمکه بهر وغورزولو.
د بدکارانو په حقله ځان مۀ پرېشانوه، او د ګناهګارانو کارونو ته نيت مۀ بدوه.
د مالِک خُدائ په وړاندې چپ ودرېږه، او په صبر سره د هغۀ فېصلو ته انتظار کوه، او د بدکارانو په کاميابۍ او منصوبو مۀ خفه کېږه.
نو ما د کبرژنو سره کينه وکړه، هرکله چې ما د بدکارانو ترقى وليده.
هغۀ زما زړۀ سورے سورے کړو او د خپل تيردان په غشو يې وويشتم.