20 لکه څنګه چې څوک د خوب نه راپاڅى او خوب ليدل يې ختم شى. نو هغوئ به هم ختم شى کله چې تۀ مالِکه خُدايه راپاڅې.
هغوئ به د يو خوب په شان تېر شى او ورک به شى، هغوئ به د شپې د خوب په شان فنا شى.
هر انسان د سورى په شان په تېزۍ سره د مرګى طرف ته روان وى، دوئ مال راټولوى خو خبر نۀ دى چې دا به څوک خرچ کوى.
اے مالِکه خُدايه د غصې سره راپاڅه، زما د دشمن د غصې په مقابل کښې راپورته شه، راپورته شه، زما پاکه خُدايه، په دوئ باندې خپل عدل او اِنصاف راوله.
مالِک راپاڅېدو لکه څنګه چې څوک د خوب نه راويښ شى، لکه څنګه چې بنيادم د شرابو په نشه مست شى.
تۀ انسان د مرګ په خوب اودۀ کوې. او دوئ لکه د تازه ګياه په شان په سحر کښې راټوکيږى،