19 ناګهانه به هغوئ برباد شى، دوئ به په يره او وحشت کښې راګېر شى او په پوره طور سره به فنا شى،
د هغوئ په غوږُونو کښې يروونکى آوازونه دى، د امن په وخت کښې به په هغوئ باندې تباهى راشى.
هغوئ د هر طرف نه يريږى، او چې چرته هم ځى نو يره ورپسې وى.
د بدعمله کس کاميابى لنډه وى، او د خُدائ پاک نه منکرو خلقو خوشحالى د لږ وخت دپاره وى.
خُدائ به ډېر زر ورله واړۀ زاړۀ ټول ختم کړى، لکه د ازغو اور چې د لوښى د ګرمېدو نه وړاندې ختم شى.
بدکاران هيڅ بېهيڅه تښتى کۀ څۀ هم څوک ورپسې نۀ وى، خو صادقان لکه د زمرو په شان ډاډه وى.
انسان ته هيڅکله دا پته نۀ لګى چې په هغۀ به سخت وخت کله راځى. لکه څنګه چې کبان په جال کښې او مارغان په دام کښې اچانک راګېر شى، نو داسې به مرګ انسان سمدستى راګېر کړى.
دا ګناه به ستاسو دپاره د يو داسې اوچت دېوال په شان وى چې چاودے او کوږوالے پکښې راغلے وى او دېوال کينوى او بيا سمدستى يو درز سره زمکې ته راګزار شى.
داسې افت به په تا راشى، چې ستا يو جادو منتر به هم دا منع کولے نۀ شى. تباهى به په تا باندې راشى او هيڅ منښته به دا بندولے نۀ شى. وبا به په تا باندې ناڅاپه راشى، او تۀ به د هغې دپاره تياره نۀ يې.
د هغۀ رنګ د يرې نه تک زېړ شو او دومره يرېدلے وو چې د پښو د رپېدو په وجه په ځائ ودرېدلے نۀ شو.
”تاسو د دې خلقو نه لرې شئ، چې سمدستى يې تباه کړم.“
دا سړے د خُدائ پاک د خاص منصوبې او د پوهې په مطابق تاسو ته حواله کړے شو او تاسو هغه د بېدينه خلقو په وسيله په سولۍ وخېژولو او مړ مو کړو.
کله چې هغوئ وائى چې، ”امن او سلامتى ده،“ نو ناګهانه به په هغوئ هلاکت راشى لکه څنګه چې په اُميدوارې ښځې د ماشوم پېدا کېدو درد راشى، نو هغه خلق به تښتېدلے نۀ شى.
هغوئ به لرې ولاړ وى او د هغې په عذاب به د يرې دا وائى چې، ”افسوس، افسوس په لوئ ښار د بابل، په زورَور ښار، چې تۀ په يوه ګينټه کښې برباد شوې.“
تقريباً لس ورځې وروستو مالِک خُدائ نابال ووهلو او مړ شو.
ساؤل ناڅاپه راپرېوتو او په زمکه باندې اوږد اوږد وغزېدو، چې سموئيل څۀ فرمائيلى وُو نو د هغې په وجه ويرېدو. هغه کمزورے وو، ځکه چې هغۀ ټوله ورځ او ټوله شپه هيڅ هم نۀ وُو خوړلى.