13 نو بيا ما هسې خپل زړۀ پاک ساتلے دے، او ځان مې هسې د ګناه نه بچ ساتلے دے.
قادر خُدائ څوک دے، چې مونږ د هغۀ خِدمت وکړُو؟ او مونږ ته به څۀ فائده راورسيږى چې مونږ هغۀ ته سوال وکړُو؟
نو هغۀ دا هم وئيلى دى چې، ”د خُدائ پاک د راضى کولو څۀ فائده ده.“
خو تۀ بيا هم د هغۀ نه تپوس کوې چې په دې کښې زما څۀ ګټه ده، او د ګناه د نۀ کولو په وجه ما ته څۀ فائده مِلاو شوې ده؟
کۀ اراده وکړم چې خپل شکايت پرېږدم، نو زۀ به خپل خفګان په خوشحالۍ بدل کړم،
چې زۀ مجرم ګڼلے شم، نو زۀ بيا بېفائدې خوارى ولې کوم؟
خو تۀ به ما يوې ګنده کندې ته وروغورزوې، او زما خپلې جامې به زما نه نفرت کوى.
يواځې هغه څوک چې يې زړونه او لاسونه پاک وى، څوک چې د بُتانو عبادت نۀ کوى، او هيڅکله د دروغو قسمونه نۀ کوى.
زۀ خپل لاسونه د ګناه نه وينځم، اے مالِکه خُدايه، نو ستا قربانګاه نه به طواف کوم.
پاکه خُدايه صفا زړۀ ما له راکړه، په ما کښې تازه او وفادار روح واچوه.
تاسو ووئيل چې، د خُدائ پاک خِدمت کول بېفائدې دى. مونږ د هغۀ د حکمونو په منلو او د مالِک خُدائ ربُ الافواج په حضور کښې په خپلو ګناهونو په ماتم کولو څۀ حاصل کړل؟ نه، هيڅ نه.
تاسو خُدائ پاک ته رانزدې شئ او هغه به تاسو ته رانزدې شى. اے ګناهګارانو، خپل لاسونه د بدو کارونو نه صفا کړئ او اے دوه زړيو خلقو، خپل زړونه پاک کړئ.