11 دوئ وائى چې، ”خُدائ پاک ته به پته لګى څۀ؟ خُدائ تعالىٰ سره داسې عِلم شته دے څۀ؟“
بد کار د خپل ځان سره دا وائى چې، ”د خُدائ پاک هېر شوى دى، چې هيڅ نۀ وينى، سترګې يې پټې کړې دى.“
خپل غرور کښې بدکاران طلب نۀ کوى د خُدائ پاک، په خپلو ټولو سوچونو کښې هيڅ پرواه نۀ کړى د خُدائ پاک.
کۀ چرې مونږ داسې کړى وُو نو خُدائ به ترې خبر نۀ وو څۀ؟ ځکه چې هغه د زړونو په رازونو باندې خبر نۀ دے څۀ؟
د هغوئ خبرې د آسمان نه هم اوچتې دى، او په خپله ژبه يې ټوله دُنيا وخوړله.
دوئ وائى چې، ”مالِک خُدائ دا نۀ ګورى، او د يعقوب خُدائ پاک پام نۀ کوى.“
نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، تا هغه څۀ وليدل کوم چې د اِسرائيلو مشرانو په تيارۀ کوټه کښې هر يو د خپل معبود د زيارت دپاره کول؟ هغوئ دا وائى چې، مالِک خُدائ مونږ نۀ وينى، مالِک خُدائ دا مُلک پرېښے دے.“
هغوئ د دې نه ناخبره دى چې ما ته د هغوئ ټول بد عملونه ياد دى. د هغوئ ګناهونه په هر ځائ کښې څرګند دى، دا ټول ما ته ښکارى.
زۀ به ډيوه په لاس ګوټ په ګوټ په يروشلم کښې وګرځم. زۀ به هغه خلقو له سزا ورکړم چې په خپل ځان مطمئن دى، هغه څوک چې دا سوچ کوى چې مالِک خُدائ به مونږ سره نۀ ښۀ کوى او نۀ بد.