زۀ به د اِفرائيم نه جنګى ګاډۍ بوځم او جنګى آسونه به د يروشلم نه بوځم، او جنګى ليندې به ماتې کړے شى. هغه به قومونو ته د امن اعلان وکړى. د هغۀ بادشاهى به د يو سمندر نه بل سمندر پورې لويه شى او د فرات سيند نه به تر د دُنيا آخرى حدودو پورې وى.
بيا اوومې فرښتې خپل بيګل وغږولو او په آسمان کښې په زوره دا چغې شوې چې وئيل يې چې، ”د دُنيا د بادشاهۍ حق زمونږ د مالِک خُدائ او د هغۀ د مسيح دے او هغه به تل تر تله حکومت کوى.“