مالِک خُدائ به د قومونو اِنصاف وکړى او د هغوئ په مينځ کښې به لانجې هوارې کړى. هغوئ به د خپلو تُورو نه د يوې خولې جوړې کړى او د خپلو نېزو نه به د بوټو قينچيانې جوړې کړى. قومونه به هيڅکله بيا جنګ له لاړ نۀ شى، او نۀ به بيا دوئ د جنګ تربيت حاصلوى.
د هغه بادشاهانو په زمانه کښې، به آسمانى خُدائ پاک داسې بادشاهى راولى چې هغه به هيڅکله نۀ ختميږى، نۀ به دا بل قوم نيولے شى. هغه به دا ټول بادشاهتونه مات کړى او ختم به يې کړى، خو دا به د تل دپاره پاتې شى.
زۀ به د اِفرائيم نه جنګى ګاډۍ بوځم او جنګى آسونه به د يروشلم نه بوځم، او جنګى ليندې به ماتې کړے شى. هغه به قومونو ته د امن اعلان وکړى. د هغۀ بادشاهى به د يو سمندر نه بل سمندر پورې لويه شى او د فرات سيند نه به تر د دُنيا آخرى حدودو پورې وى.