Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 72:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 نو بادشاه دې د باران په شان د واښو په پټو راوريږى، لکه د باران په څاڅکو چې زمکه سيرابيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 72:6
11 Iomraidhean Croise  

هغه داسې دے لکه چې بې‌وريځو سحر کښې نمر پړقيږى، هغه نمر چې د باران نه پس واښۀ ځلوى.“


قُلبه شوې پټى په باران سيرابه کوې، لوړې ژورې او لوټې يې هواروې. په باران سره يې نرموې، او فصلونو ته يې برکت ورکوې.


هر کله چې د بادشاه تندے روڼ وى نو دا د ژوندون زېرے دے، نو په دې وخت کښې د هغۀ رحم داسې وى لکه د سپرلى وريځې چې باران ورَوى.


د بادشاه غصه د ازمرى د غړمبېدو په شان وى، خو د هغۀ احسان لکه په کبل د پرخې په شان وى.


زۀ به د هغې زمکه شاړه کړم. نۀ به يې په بوټو کښې قينچى کيږى او نۀ به ورته ګوډ کيږى، هلته به ازغى او مرکونډۍ زرغونې شى. زۀ به وريځې هم منع کړم چې په دې باندې باران نۀ ورَوى.


راځئ چې هغه وپېژنو، راځئ چې پوره کوشش وکړو چې مالِک خُدائ ښۀ وپېژنو. هغه به يقيناً مونږ له داسې راځى لکه څنګه چې هر سحر نمر راخېژى، لکه څنګه چې د ژمې باران وريږى، لکه څنګه چې د سپرلى باران زمکه اوبۀ کوى.“


هغوئ به د تُورې په زور د اسوريى په مُلک، او د نمرود په مُلک به د تُورې په زور حکومت کوى. هغه به مونږ د اسوريانو نه خلاص کړى کله چې هغوئ زمونږ په مُلک باندې حمله وکړى او زمونږ سرحدونو ته راننوځى.


زما تعليمات به د باران په شان راپرېوځى، او زما پېغام به د پرخې په شان راکوزيږى. پرېږده چې زما خبرې په تازه واښو باندې د باران په شان راپرېوځى، او چې د نرى باران په شان په شنو بوټو باندې ووريږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan