Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 72:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 ترڅو چې په آسمان کښې نمر او سپوږمۍ وى، ټول خلق به تا نه يريږى، نسل در نسل به دا جارى وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 72:5
14 Iomraidhean Croise  

کله چې ټول بنى اِسرائيليان د سليمان د فېصلې نه خبر شول، نو د هغۀ رُعب ورباندې پرېوتو، ځکه چې هغوئ ته نوره پته ولګېده چې خُدائ پاک هغۀ له حِکمت ورکړے دے چې په اِنصاف سره لانجې هوارې کړى.


د بادشاه نوم دې د تل دپاره پاتې شى، ترڅو چې نمر وى تر هغې دې پاتې شى. ټول قومونه دې د هغۀ په وسيله برکتى شى، او هغوئ دې ورته بختور ووائى،


د هغۀ په ورځو کښې به صادقان آباد وى، ترڅو چې په آسمان کښې سپوږمۍ وى نو تر هغه وخته به آباد وى.


زۀ به تر ابده د هغۀ نسل قائم ساتم، ترڅو چې آسمانونه وى تر هغې به د هغۀ تخت ساتم.


د هغۀ شاهى طاقت به زياتيږى، د هغۀ بادشاهى به تل په امن کښې وى. هغه به د داؤد نه پس بادشاه وى، د هغۀ د بادشاهۍ بنياد به په صداقت او اِنصاف باندې قائم وى، د اوس نه واخله تر همېشه همېشه پورې به د هغۀ بادشاهى قائمه وى. د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به هم دغه شان وکړى.


د هغه بادشاهانو په زمانه کښې، به آسمانى خُدائ پاک داسې بادشاهى راولى چې هغه به هيڅکله نۀ ختميږى، نۀ به دا بل قوم نيولے شى. هغه به دا ټول بادشاهتونه مات کړى او ختم به يې کړى، خو دا به د تل دپاره پاتې شى.


هغۀ ته اختيار، جلال او شاهى طاقت ورکړے شو، د ټولو قومونو، ذاتونو او ژبو خلقو د هغۀ عبادت وکړو. د هغۀ بادشاهى ابدى او نۀ ختمېدونکې ده، د هغۀ بادشاهى به هيڅ کله تباه نۀ شى.


نو بيا به د آسمان لاندې د ټولو بادشاهتونو حکومت، طاقت او لوئى هغه ايماندارانو ته حواله شى چې د خُدائ تعالىٰ خلق دى. د هغۀ بادشاهى به ابدى وى، او ټول حکمرانان به د هغۀ عبادت او تابعدارى وکړى.


هغۀ ته دې په جماعت کښې او په عيسىٰ مسيح کښې د تل دپاره نسل در نسل جلال وى. آمين.


بيا اوومې فرښتې خپل بيګل وغږولو او په آسمان کښې په زوره دا چغې شوې چې وئيل يې چې، ”د دُنيا د بادشاهۍ حق زمونږ د مالِک خُدائ او د هغۀ د مسيح دے او هغه به تل تر تله حکومت کوى.“


نو سموئيل سوال وکړو او هم په هغه ورځ مالِک خُدائ تندر او باران راولېږلو. نو ټول خلق د مالِک خُدائ او سموئيل نه ويرېدل،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan