20 دا د داؤد د دُعاګانو خاتمه ده، څوک چې د يَسى زوئ دے.
د يَسى زوئ داؤد هغه سړے وو چې خُدائ پاک ورله شان او شوکت ورکړے وو، چې د يعقوب خُدائ پاک هغه د دې دپاره خوښ کړو چې بادشاه شى او هغه د بنى اِسرائيلو دپاره مشهور ثناء خوان هم وو. د داؤد آخرى خبرې دا وې:
نو پرېږده چې د غنمو په ځائ ازغى وشى، او د اوربشو په ځائ دې ګنده واښۀ وشى.“ د ايُوب خبرې ختمې شوې.
نو بيا هغوئ ته ووايه چې، دغه شان به بابليان ډوب شى او هيڅکله به بيا راوچت نۀ شى د هغه افت په وجه کوم چې زۀ په دوئ نازلوم. نو د هغۀ خلق به راوغورزيږى.“ د يرمياه خبرې دلته په دې ځائ باندې ختمې شوې.
کله چې هغۀ هغوئ له برکت ورکولو نو هغه د هغوئ نه جدا شو او آسمان ته پورته کړے شو.