د هغۀ شاهى طاقت به زياتيږى، د هغۀ بادشاهى به تل په امن کښې وى. هغه به د داؤد نه پس بادشاه وى، د هغۀ د بادشاهۍ بنياد به په صداقت او اِنصاف باندې قائم وى، د اوس نه واخله تر همېشه همېشه پورې به د هغۀ بادشاهى قائمه وى. د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به هم دغه شان وکړى.
زۀ به د ورکو شوو ګډو لټون وکړم او بېلارې شوې ګډې به راواپس کړم. زۀ به د زخمى شوو مرهم پټۍ وکړم او کمزورو له به طاقت ورکړم، خو حرصناکې او مضبوطې به هلاکې کړم. زۀ به په اِنصاف سره د ګډو شپونتوب وکړم.