18 ثناء صِفت دې مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته وى، څوک چې په يواځې ځان په خپله عجيبه کارونه کوى.
هلته د ټولې غونډې په مخکښې داؤد د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړو. هغۀ وفرمائيل، ”زمونږ د پلار نيکۀ يعقوب مالِک خُدائ، خُدائ پاکه، ستا ثناء صِفت دې د همېشه دپاره وى.
بيا داؤد ټولې قبيلې له حُکم ورکړو، ”د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ.“ نو ټولې غونډې د مالِک خُدائ، د خپل پلار نيکۀ د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړو او هغوئ لاندې ټيټ شول او مالِک خُدائ او بادشاه له يې عزت ورکړو.
هغه داسې لوئ لوئ کارونه کوى چې څوک ورباندې نۀ پوهيږى، هغه بېشمېره عجيبه کارونه کوى.
څوک چې د عقل نه بهر لوئ لوئ کارونه کوى، او بېشمېره عجيبه عجيبه کارونه کوى.
د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى څوک چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے، د ازل نه تر ابده پورې دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وى. راځئ چې ټول په شريکه سره ووايو، ”آمين.“ ثناء صِفت دې مالِک خُدائ ته وى.
د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چې صرف هغه لوئې معجزې کوى، د هغۀ مينه ابدى ده.
مبارک دې وى مالِک، د بنى اِسرائيلو خُدائ، د ازل نه تر ابده آمين، آمين.
په خپل مقدس ځائ کښې ستا شان څومره لوئ دے، پاکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک طاقت او قدرت ورکوى خپلو خلقو ته، ثناء صِفت دې وى خُدائ پاک ته.
تۀ هغه خُدائ پاک يې چې معجزې کوى، تۀ خپل قدرت د قومونو په مينځ کښې ښکاره کوې.
په خپلو تکړه لاسونو دې خپلو خلقو ته خلاصون ورکوې، د يعقوب او د يوسف اولاد ته خلاصون ورکوې.
تۀ لوئ يې او ښائسته کارونه کوې. يواځې هم تۀ خُدائ پاک يې.
سرود ووايئ مالِک خُدائ ته نوے سرود ووايئ، ځکه چې هغۀ عجيبه او ښکلى کارونه کړى دى، د هغۀ ښى لاس او د هغۀ مقدس مټ د هغۀ دپاره د خلاصون کارونه کړى دى.
اے مالِکه خُدايه، ستا په شان نور معبودان څوک دى؟ ستا په شان څوک دے چې ټولو نه لوئ او مقدس دے؟ ستا جلال د يرې نه ډک دے، ځکه چې داسې عجيبه عجيبه کارونه کوې.