ترڅو چې خُدائ پاک خپل روح په مونږ نازل نۀ کړى نو تر هغه وخته پورې به حالات هم داسې وى. خو بيا به هغه خوشے مُلک آباد شى او د باغ مېوه دارې ونې به يې لکه د ځنګل په شان ګڼې وى.
صحرا به سندرې وائى او د خوشحالۍ چغې به وهى، دا صحرا به د لبنان د غرونو په شان شنه وى او د کرمل غر په شان او شوکت والا او د شارون پټو په شان به زرخېزه وى. نو هر يو کس به د مالِک خُدائ شان او شوکت ووينى، او زمونږ د خُدائ پاک لوئى او عظمت به ووينى.