Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 72:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 هغۀ ته به د ترسيس بادشاهان او د لرو لرو جزيرو نه قلنګ راوړى، هغۀ ته به د شيبا او سِيبا بادشاهان تحفې راوړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 72:10
19 Iomraidhean Croise  

د کوش اولاد د سِيبا، حويله، سبته، راماه او د سبتيکه خلق دى. د راماه اولاد د شيبا او د ددان خلق دى.


د شيبا مَلِکه د سليمان د شُهرت نه خبر شوه، نو راغله چې په مشکلو سوالونو سره هغه معلوم کړى.


د شيبا مَلِکه سليمان بادشاه ته هغه تُحفې پېش کړې کومې چې هغې راوړې وې، د څلور زره کېلو نه زيات سرۀ زر او په ډېر زيات مِقدار کښې مصالحې او قيمتى کاڼى هم. هغې چې کومې مصالحې ورکړې هغه دومره زياتې وې چې هيچا هم دومره بيا ورنۀ کړې.


هغه يروشلم ته د يوې لوئې قبيلې سره راغله او د اوښانو يوه لويه قافله ورسره وه چې په مصالحو، قيمتى کاڼو او ډېر سرۀ زر ورباندې بار وُو. کله چې هغه او سليمان مِلاو شول، نو هغې ورسره هغه ټولې خبرې اترې وکړې چې د هغې په ذهن کښې وې.


چې هر څوک به هغۀ له راتلو نو هغۀ له به يې څۀ تُحفه راوړه، لکه سپين زر او سرۀ زر، چُوغې، وسلې، مصالحې، آسونه، او قچر. کال په کال به داسې کېدل.


بادشاه سره د تجارت دپاره سمندرى جهازُونه وُو، دا جهازُونه د حيرام بادشاه سړو چلول. هر درې کاله پس به د هغۀ جهازُونه راواپس کېدل چې سرۀ زر، سپين زر، د هاتى غاښونه، شادوګان او طاؤسان يې راوړل.


اخسويرس بادشاه د خپلې بادشاهۍ نه د سمندر د غاړې پورې محصُول اخستلو.


تا له د ډالو سره د صور خلق به راشى، دولتمند خلق به ستا مهربانى غواړى.


ستا د مقدس کور په خاطر چې په يروشلم کښې دے، بادشاهان تا له تحفې راوړى.


مِصر ورټه څوک چې د وحشى ځناورو په شان د لوخو په ځنګل کښې اوسيږى، او هغه قومونه چې د ځنګلى غوَيانو د رمو په شان د سخو په مينځ کښې دى ورټه، او دوئ عاجزه کړه چې تا ته د سپينو زرو نذرانې وړاندې کړى. هغه خلق خوارۀ وارۀ کړه څوک چې د جنګ شوق کوى.


مالِک خُدائ ته يو نوے حمد ووايئ، اے ټولې دُنيا، د هغۀ ثناء صِفت بيان کړئ. اے په سمندر کښې مسافرانو او د سمندر ټول مخلوقه، د هغۀ ثناء صِفت کوئ. اے لرې مُلکونو او په هغې کښې اوسېدونکو خلقو، د هغۀ حمد ووايئ.


هغه به نۀ بې‌حوصلې کيږى او نۀ به نااُميده کيږى، هغه به په زمکه اِنصاف قائم کړى. لرې لرې مُلکونه به د هغۀ د تعليماتو په انتظار وى.


زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، زۀ د بنى اِسرائيلو هغه مقدس ذات يم، چې ستاسو خلاصونکے يم. ستاسو د آزادولو دپاره زۀ مِصر ورکوم، ستا په ځائ زۀ ايتهوپيا او سِيبا ورکوم.


زۀ به شمال ته ووايم چې هغوئ پرېږده چې لاړ شى او جنوب ته به ووايم چې هغوئ مۀ ايساروه. زما زامن د لرې مُلکونو نه واپس راوله، زما لوڼه د زمکې د هر سر نه واپس راوله.


د بنى اِسرائيل مقدس ذات او خلاصونکے هغه چا ته وائى چې د چا نه سخت نفرت شوے دے، د چا نه چې قومونو نفرت کړے دے چې دے د حکمرانانو خِدمت کوونکے دے، ”بادشاهان به تا وګورى او د عزت نه به درته پاڅيږى، شهزادګان به هم وګورى، او هغوئ به تا ته د عزت نه ټيټيږى. دا ځکه چې مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکے خوښ کړے دے، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات خپلې وعدې پوره کوى.“


قومونه به ستا نُور له راشى، او بادشاهان به ستا د سحر راختونکې رڼا له راشى.


د اوښانو غټې قافلې به تا له راشى، د ميديان او عيفه نه به اوښان راشى. هغوئ به د شيبا نه راشى او سرۀ زر او خوشبودارې مصالحې به راوړى او د مالِک خُدائ ثناء صِفت به کوى.


دا د ترسيس سمندرى جهازُونه دى چې تا له راروان دى. ځکه چې دا جزيرې په ما يقين ساتى. دا سمندرى جهازونه ستا اولاد سره د هغوئ د سرو زرو او سپينو زرو د لرې لرې مُلکونو نه راولى، او داسې به ستا د مالِک خُدائ د نوم درناوے وشى، کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس ذات دے، ځکه چې هغۀ تا له شان او شوکت درکړے دے.


کور ته په ننوتو يې ماشوم د خپلې مور مريم په غېږ کښې وليدو او ورته په سجده پرېوتل. پس له هغې يې خپلې تيلۍ پرانستلې او هغۀ ته يې نذرانې پېش کړې چې په کښې سرۀ زر، او د خوشبويۍ دپاره لوبان او د مُر چيړ وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan