کۀ چرې زۀ هم بوډا او سپينږيرے شم، خو اے پاکه خُدايه، ما مۀ پرېږده ځان له، ترڅو چې زۀ راتلونکى نسل ته ستا قدرت بيان نۀ کړم، او ټولو را روانو نسلونو ته ستا زور بيان نۀ کړم.
زمونږ د ژوند موده اويا کاله وى، او کۀ مونږ طاقت ولرُو نو اتيا کاله به وى. خو دا ټول په خفګان او تکليفونو تېروو. او دا زر تېريږى او مونږ ترې نه فنا کيږُو.
زۀ ستاسو خُدائ پاک يم او زۀ به ستاسو ساتنه کوم چې تاسو بوډاګان او سپين سَرى هم شئ. نو ما تاسو پېدا کړى يئ او ستاسو خيال به ساتم، زۀ به ستاسو ملاتړ يم او تاسو به بچ کوم.“
او هم په دې وجه زۀ دا تکليفونه زغمم. خو زۀ نۀ شرمېږم، ځکه په چا چې ما ايمان راوړے دے زۀ هغه پېژنم، او زما يقين دے چې څۀ چې ما هغۀ ته سپارلى دى د خپلو راتلو تر ورځې پورې هغه د هغې د حفاظت کولو قابل دے.