Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 71:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 ټوله ورځ زۀ په ژبه ستا ثناء صِفت کوم، ستا شان او شوکت ټوله ورځ بيانوم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 71:8
9 Iomraidhean Croise  

اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه. اے مالِکه خُدايه، تۀ ډېر لوئ يې زما پاکه خُدايه، تا د شان او شوکت او لويئ جامې اچولې دى.


زۀ به په خپل ټول ژوند کښې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوم، او ترڅو چې زۀ ژوندے يم د مالِک خُدائ ثناء صِفت به کوم.


نو زۀ به په ژبه ستا صداقت بيانوم، ټوله ورځ به زۀ ستا ثناء صِفت کوم.


ځان به زما داسې موړ شى لکه په غوره خوراک. زۀ به په خوشحالۍ سره وايم ستا ثناء او صِفت،


زۀ به په خپله ستا صداقت بيان کړم، ټوله ورځ به ستا خلاصون بيانوم، کۀ څۀ هم زۀ په وينا کښې ماهر نۀ يم.


زما ژبه به ستا صداقت ټوله ورځ بيانوى، ځکه چا چې غوښتل چې ما ته نقصان ورسوى هغوئ به په شرم او په بې‌عزتۍ اخته وى.


شان او شوکت د هغۀ سره ښائى، طاقت او جلال د هغۀ په مقدس کور کښې دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan