7 د ډېرو خلقو په وړاندې عجيبه غوندې مثال ګرځېدلے يم، خو تۀ مضبوطه پناه ګاه يې زما دپاره.
ځکه چې تۀ زما مضبوط برج او پناه ګاه يې، چرته چې د دشمن نه په امان کښې يم.
زما عزت او خلاصون د خُدائ له طرفه دے، هغه زما غټ ګټ او پناه ګاه دے.
اے خلقو هر وخت هغۀ باندې يقين ساتئ. تاسو هغۀ ته د خپل زړۀ مشکل بيانوئ، ځکه چې خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.
عام خلق څۀ حيثيت نۀ لرى د هغۀ په وړاندې، زورَور خلق هم هغه نۀ دى کوم چې دوئ ښکارى، کۀ هغوئ ټول په تله وتلى دا به د هوا نه هم سپک وى.
زۀ دلته د هغه بچو سره يم چې کوم مالِک خُدائ ما له راکړى دى. هغه مالِک خُدائ، ربُ الافواج چې د هغۀ تخت د صيون په غر باندې دے، هغۀ مونږ اِسرائيل له د نښې او خبردارى په توګه رالېږلى يُو.
اے مالِکه خُدايه، تۀ زما طاقت او زما قلعه يې، د مصيبت په وخت کښې زما پناه ګاه يې. د دُنيا د آخر سر نه به قومونه تا ته راشى او وائى به چې، ”زمونږ پلار نيکۀ سره هيڅ نۀ وو بلکې دروغژن معبودان، هغه بېکاره بُتان چې دوئ ته هيڅ قسمه ښېګړه نۀ شى ورکولے.
د مالِک خُدائ فرښتې يشوَع له په کلکه وفرمائيل،
واوره، اے مشر اِمامه يشوَع او نور اِمامان چې ستا په وړاندې ناست دى، تاسو د راتلونکى ښۀ وخت نښه يئ، زۀ به خپل خِدمت کوونکے راولم چې څانګه بللے شى.
بيا شمعون د هغۀ دپاره برکت وغوښتو او د هغۀ مور مريمې ته يې ووئيل چې، ”دا ماشوم په بنى اِسرائيلو کښې د ډېرو د بربادېدو او آبادېدو دپاره مقرر شوے دے، او د خُدائ پاک د طرف نه داسې نښه ده چې ډېر خلق به د هغۀ مخالفت کوى
کله چې دوئ د پطروس او يوحنا زړۀ ورتيا وليدله او دا هم ورته معلومه شوه چې دوئ عام او بېعلمه خلق وُو، نو هغوئ حېران شول او وې پېژندل چې دا د عيسىٰ ملګرى وُو.
خو په اصل کښې خُدائ پاک مونږ رسولان د ټولو نه لاندې کړُو او د هغه خلقو په شان يې پېش کړُو په چا چې د مرګ حکم شوے وى، ولې چې مونږ د ټولې دُنيا، يعنې فرښتو او د بنى آدمو په وړاندې يوه تماشه شُو.