4 زما پاکه خُدايه، ما د بدعملو د لاسونو نه خلاص کړه، او د بدکارانو او ظالمانو د قبضې نه مې خلاص کړه.
د هغوئ د تلو نه پس، اخيمعض او يونتن د کوهى نه راووتل او لاړل او داؤد بادشاه له يې خبر ورسولو. هغوئ د هغۀ خِلاف د اخىتُفل د منصوبې نه خبر کړو او ورته يې ووئيل، ”زر شه، او د سيند نه پورې وځه.“
اے مالِکه، راپاڅه، ودرېږه د دوئ خلاف، په ګوډو کړه شريران، ما د خپلې تُورې په زور له بدعملو نه بچ کړه.
اے پاکه خُدايه، ما بېګناه وګرځوه، د بېايمانه خلقو په خلاف زما په حق کښې فېصله واوروه، خو تۀ ما ته د بدکارانو او ټګمارانو نه خلاصون راکوه.