23 زما شونډې به د خوشحالۍ وکړى آوازونه، کله چې زۀ ستا ثناء صِفت کومه، ځکه چې تا زۀ بچ کړے يم.
هغه فرښته دې دوئ له برکت ورکړى، چې هغې زۀ د هرې بدۍ نه بچ ساتلے يم. د دې هلکانو په ذريعه دې زما او زما د پلار نيکۀ اِسحاق او اِبراهيم نوم ژوندے وساتلے شى. او په زمکه دې د دوئ ډېر اولاد پېدا شى.“
داؤد هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم، چې هغۀ زۀ د ټولو خطرو نه بچ کړے يم.
څوک چې ستا ژوند د مرګ نه په بيعه اخلى، او خپل د مينې او رحم تاج ستا په سر ږدى،
زۀ به د مالِک خُدائ سندرې په خپل ټول ژوند کښې وايم، ترڅو چې ژوندے يم د خُدائ پاک ثناء به وايم.
خو مالِک خُدائ به خپلو خادِمانو ته خلاصون ورکوى، هيڅ يو به هم مجرم نۀ شى څوک چې د هغۀ نه پناه غواړى.
ځان به زما داسې موړ شى لکه په غوره خوراک. زۀ به په خوشحالۍ سره وايم ستا ثناء او صِفت،
او هغوئ دا نوے حمد وئيلو چې، ”تۀ د دې لائق يې چې طومار واخلې او د دې مهرونه کولاو کړې ځکه چې تۀ حلال کړے شوې او د خپلې وينې په فديه دې د خُدائ پاک دپاره د هر خيل، د هرې ژبې او د هر قوم او خلق په بيعه واخستل.