2 په خپل صداقت سره دې ما بچ کړه او خلاصون راکړه، ما ته غوږ ونيسه او ما بچ کړه.
اے مالِکه خُدايه، زما دُعا واوره، زما ژړا ته د رحم دپاره غوږ ونيسه، په خپله وفادارۍ او صداقت سره دې زما مدد دپاره راشه.
د خپل نوم په خاطر دې، مالِک خُدايه، زما ژوند بچ کړه. په خپل صداقت دې ما تکليفونو نه راوباسه.
ما بېګناه ثابت کړه، ځکه ټول تا ته څرګند دى چې ښۀ کوى کارونه.
زۀ دُعا کومه تا ته، اے خُدايه، تۀ به راکړې جوابونه، کله چې دُعا کوم غوږ ونيسه ما ته قبول مې کړه سوالونه.
اے مالِکه خُدايه، زۀ تا له د پناه دپاره راغلے يم، ما بچ کړه چې زۀ ونۀ شرمېږم. په خپل عدالت کښې دې ما له خلاصون راکړه.
خپل غوږ دې ما ته راواړوه زر راشه او خلاصون راکړه ما له، زما د بچ کولو ګټ او مضبوطه قلعه جوړه شه چې په کوم کښې به امان راکوې ما له.
د مالِک خُدائ نظر په صادقانو وى او د هغوئ فريادونه اورى.
اے پاکه خُدايه، ما بېګناه وګرځوه، د بېايمانه خلقو په خلاف زما په حق کښې فېصله واوروه، خو تۀ ما ته د بدکارانو او ټګمارانو نه خلاصون راکوه.
اے مالِکه، په خپلو کارونو کښې تۀ صادق يې، نو په دې وجه تۀ خپله سخته غصه او غضب د خپل ښار يروشلم، ستا مقدس غر نه لرې کړه. زمونږ ګناهونو او زمونږ د پلار نيکونو ګناهونو يروشلم او ستا خلق د ګېرچاپېره قومونو د خندا کړل.
تاسو په څۀ داسې آزمېښت کښې نۀ يئ پرېوتلى چې هغه د نورو انسانانو نه مختلف وى، نو خُدائ پاک وفادار دے او هغه به تاسو ستاسو د برداشت نه په زيات آزمېښت کښې نۀ اچوى، بلکې د آزمېښت په وخت کښې به هغه تاسو ته د وتلو لار هم پېدا کړى چې يې تاسو برداشت کولے شئ.