Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 71:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 څوک چې ما پورې تور تړى نو و دې شرميږى او تباه دې شى، څوک چې ما ته نقصان رسول غواړى، هغوئ دې سپک شى او په شرمونو کښې دې پټ شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 71:13
12 Iomraidhean Croise  

د اخسويرس په ټوله بادشاهۍ کښې يهوديان په خپلو ښارونو کښې د هغه چا خِلاف يو شول چا چې په هغوئ د حملې کوشش کولو. د هر ځائ خلق د هغوئ نه يرېدل او هيچا د هغوئ مقابله نۀ شوه کولے.


په ما اِلزام لګونکى دې په شرم پټ شى شرم کښې دې د چُوغې په شان پټ شى.


زۀ به د هغې دشمنانو ته د شرم جامې واغوندم، او د هغۀ په سر تاج به د لوئې مرتبې وى.“


څوک چې زما په تکليفونو خوشحاليږى هغوئ دې خوار شى او ودې شرميږى، څوک چې خپل ځان زما دپاسه کوى په بې‌شرمۍ او په بې‌عزتۍ کښې دې پټ شى.


څوک چې ما قتلول غواړى بې‌عزته او شرمنده دې شى، څوک چې ما بربادول غواړى ناکام او شرمنده دې شى.


يريږى به، شرميږى به، زما ټول دشمنان، راواپس به کړى هغوئ په ناګهانه بې‌عزتۍ سره.


هغه څوک چې ما پورې خندا کوى، هغوئ دې ماتے وخورى وارخطا دې شى.


زما ژبه به ستا صداقت ټوله ورځ بيانوى، ځکه چا چې غوښتل چې ما ته نقصان ورسوى هغوئ به په شرم او په بې‌عزتۍ اخته وى.


څوک چې تاسو ته غصه وى نو د شکست د شرم سره به مخ شى. څوک چې درسره جنګ کوى نو هغوئ به نيست و نابود شى.


بلکې مالِک خُدائ د يو طاقتور جنګيالى په شان ما سره دے، نو بيا څوک هم چې زما د ژوند ختمولو پسې دى هغوئ به هيڅکله هم کامياب نۀ شى، او په خپله به تيندکونه وخورى. هغوئ به ناکاميابه شى او په شرمونو به وشرميږى، د هغوئ دا بې‌عزتى به هيڅکله د هېرېدلو نۀ وى.


اے ځوانانو، هم دغه شان تاسو هم د مشرانو تابعدار اوسئ، بلکې د يو بل د خِدمت دپاره تاسو ټول په حليمۍ ملا وتړئ ځکه چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan