12 زما نه لرې مۀ اوسېږه، اے مالِکه خُدايه، زما پاکه خُدايه، ستا مِنت کوم ما ته زر راشه.
اے مالِکه خُدايه، تۀ زما نه ولې لرې ودرېږې؟ په وخت د مصيبت کښې تۀ ما نه ولې خپل ځان پټوې؟
اے مالِکه خُدايه، ما ته زر جواب راکړه، زۀ نااُميده شوے يم. ما نه خپل مخ مۀ اړوه، نو ګنې زۀ به د هغوئ په شان شم څوک چې ښکته قبر ته روان وى.
زما نه لرې مۀ ودرېږه ځکه چې مصيبت را په سر دے، او ستا نه علاوه بل څوک نشته چې وى زما مددګار.
اے مالِکه خُدايه زما نه لرې مۀ ودرېږه، تۀ زما زور او طاقت يې زر زما مدد دپاره راشه.
تا وليدل په خپله، مالِکه خُدايه، مۀ چپ کېږه، اے مالِکه خُدايه، اوس ما مۀ پرېږده،
ما بچ کړه، مالِکه خُدايه، د مدد دپاره زر راشه، اے مالِکه خُدايه.
ما له نزدې راشه او په قيمت مې واخله، ما د خپلو دشمنانو د لاس نه خلاص کړه.
زۀ ډېر غريب او حاجتمند يم، اے خُدايه، ما له زر راشه، اے زما مددګاره او خلاصوونکيه، اے مالِکه خُدايه، نور انتظار مۀ کوه.