1 زما مالِکه خُدايه ستا پناه له راغلے يم، ما مۀ پرېږده چې په شرم وشرمېږم،
حزقياه په مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو په خُدائ پاک باندې ايمان لرلو، په يهوداه کښې د هغۀ په شان بل بادشاه نۀ مخکښې او نۀ وروستو تېر شوے دے.
د جنګ په وخت کښې هغوئ خُدائ پاک ته سوال وکړو، هغۀ د هغوئ فرياد واورېدو ځکه چې په هغۀ باندې يې ايمان لرلو. نو داسې هاجريانو او د هغوئ ټولو ملګرو شکست وخوړو.
هغوئ څوک چې په مالِک خُدائ ايمان لرى د صيون د غرۀ په شان دى، کوم چې نۀ خوځيږى او د تل دپاره قائم دے.
بختور دى هغوئ د چا مدد چې د يعقوب خُدائ پاک وى، او د چا اُميد چې په مالِک خُدائ يعنې په خپل خُدائ پاک وى.
دوئ تا ته فريادونه وکړل تا خلاصون ورکړو، هغوئ مايوسه نۀ شول په تا چې چا اطمينان وکړو.
خو مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو مُلک بچ کوى، د يو نۀ ختمېدونکى خلاصون سره. او د دې خلق به کله تر آخره پورې هم بېعزته نۀ شى.
زما دشمنان دې وشرميږى خو ما مۀ شرموه، په هغوئ يره راوله خو ما مۀ يروه. په هغوئ د افت ورځې راوله، او هغوئ په دوه چنده تباه کړه.
لکه څنګه چې صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”ګورئ، زۀ په صيون کښې داسې يو کاڼے ږدم، چې د تيندک باعث به جوړيږى، او خلق به پرې تيندک خورى. او څوک چې په هغۀ ايمان راوړى هغه به شرمنده نۀ شى.“
ځکه چې صحيفې فرمائى چې، ”ګورئ، زۀ په صيون کښې د ګوټ غوره کړے او قيمتى کاڼے ږدم، او څوک چې په هغۀ ايمان راوړى هغه به شرمنده نۀ شى.“