4 هغوئ څوک چې ستا لټون کښې ګرځى، هغوئ دې خوښى وکړى او خوشحاله دې شى، څوک چې ستا خلاصون سره مينه کوى، همېشه دې د مالِک خُدائ لوئى بيانوى.
څوک چې زما طرفدارۍ له راشى نو هغوئ له لويه خوشحالى ورکړه، هغوئ دې تل د مالِک خُدائ ثناء صِفت ادا کوى څوک چې د خپل خِدمتګار په خير باندې پُراَمنه خوشحالى کوى.
څوک چې ستا په لټون شى هغوئ دې ټول تا سره خوشحاله شى، څوک چې ستا خلاصون سره مينه کوى او دوئ دې تل دا وائى چې، ”مالِک خُدائ لوئ دے.“
خو څوک چې ستا پناه واخلى هغوئ دې خوشحالى کوى، وائى سندرې تل تر تله بېغمۍ سره وى دې ستا امان کښې ستا امان دې وى هغوئ باندې هغوئ دې خوشحال وى چې ستا نوم سره مينه ساتى.
په مالِک خُدائ کښې خوشحالى وکړئ تاسو څوک چې صادقان يئ، او د هغۀ د مقدس نوم ثناء ووايئ.
زۀ په مالِک خُدائ کښې ډېر خوشحاله يم. زما ځان د خُدائ پاک په تعريف کښې د خوشحالۍ سندرې وائى. ځکه لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د وادۀ په جوړه کښې او ناوې په کالو ځان سنګار کړے وى داسې مالِک خُدائ زۀ د خلاصون په لباس او د صداقت په څادر کښې رانغښتے يم.
مالِک خُدائ هغه چا سره ښۀ دے څوک چې په هغۀ باور کوى او هغه کس څوک چې د هغۀ تلاش کوى.
نو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې تاسو به ژاړئ او وير به کوئ خو دُنيا به خوشحاله وى. تاسو به په غم کښې ډوب يئ خو ستاسو غم به په خوشحالۍ بدل شى.