3 هغه څوک چې ما پورې خندا کوى، هغوئ دې ماتے وخورى وارخطا دې شى.
هغوئ په زوره د واه واه چغې وهى، وائى چې، ”مونږ په خپلو سترګو ليدلے دے.“
چې هغوئ په زړۀ کښې دا ونۀ وائى خپل، ”ګورئ هغه وشول څۀ چې مونږ غوښتل.“ او دوئ اوس نۀ شى وئيلے چې، ”دے مونږ ژوندے تير کړو.“
هغوئ دې ټول په شرم وشرميږى، څوک چې راپورې خندا کوى او ما پورې لګيږى.
څوک چې ما پورې تور تړى نو و دې شرميږى او تباه دې شى، څوک چې ما ته نقصان رسول غواړى، هغوئ دې سپک شى او په شرمونو کښې دې پټ شى.
زما ژبه به ستا صداقت ټوله ورځ بيانوى، ځکه چا چې غوښتل چې ما ته نقصان ورسوى هغوئ به په شرم او په بېعزتۍ اخته وى.
عمونيانو ته ووايه چې، د مالِک قادر مطلق خُدائ کلام واورئ. مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، کله چې زما د عبادتخانې بېعزتى کېدله او د بنى اِسرائيلو زمکه شاړه کېدله او د يهوداه خلق جلاوطن کېدل نو تاسو خوشحالى وکړه،
”اے بنى آدمه، ځکه چې صور د يروشلم په حقله داسې وئيلى دى چې، آو، د دې قومونو دروازه ماته شوې ده، او د هغوئ دروازې بلکل زما دپاره کولاو دى، نو اوس هغه تباه پرته ده نو زۀ به آباده شم.
مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ستا دشمن دا پېغور درکولو چې، واه، ستاسو د غرونو پخوانۍ لوړې څوکې زمونږ شوې.
د خپلې مخبرۍ د قيمت په بدله کښې، يهوداه يو پټے واخستو او هلته سر د لاندې راپرېوتو، خېټه يې وشلېده او ټولې کولمې يې بهر راووتلې.