Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 7:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 کۀ ما د خپل دوست سره بد کړې وى کۀ ناحقه مې دشمن باندې حمله کړې وى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 7:4
20 Iomraidhean Croise  

چې کله دوئ د ښار نه لږ غوندې لرې لاړل، نو يوسف د خپل کور مشر خِدمتګار ته ووئيل، ”په هغه کسانو پسې زر لاړ شه. چې کله تۀ هغوئ ته ورسېږې نو د هغوئ نه تپوس وکړه چې، تاسو د ښو په بدل کښې بد ولې کړى دى؟


صاحِبه، کۀ په مونږ کښې د چا سره هغه وموندے شو، نو هغه به مړ کړے شى او مونږ نور ټول به د خپل نېک غلامان شُو.“


تا د ساؤل نه بادشاهى واخستله او اوس مالِک خُدائ ستا نه بدله اخلى ځکه چې تا د ساؤل د خاندان ډېر کسان وژلى دى. مالِک خُدائ ستا زوئ ابى‌سلوم له بادشاهى ورکړې ده، اے قاتِله، تۀ تباه يې.“


نو زما لاسونه دې مات شى، او زما د تن نه دې پرې کړے شى.


کۀ زما قدم د هغۀ د لارې نه اوړېدلے وى، او زما زړۀ زما د سترګو په خواهش پسې تلے وى، يا کۀ د څۀ بل څۀ ګناه شوى وى،


زما د ښو په بدله کښې ما سره بد کوى، دوئ زما د مينې په بدله کښې ما نه نفرت کوى.


زما ملګرى په خپلو دوستانو باندې حمله کړې ده، او خپل لوظ يې مات کړے دے.


سرۀ زر او سپين زر په اور معلومولے شى، خو زړونه مالِک خُدائ معلوموى.


خو پولوس تېزه چغه ورکړه چې، ”ځان ته نقصان مۀ رسوه ځکه چې مونږ ټول دلته يُو.“


بيا داؤد په راما کښې د نَيوت نه وتښتېدو او يونتن له لاړو. داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”ما څۀ کړى دى، ما څۀ جرم کړے دے؟ ما ستا پلار سره څۀ بد کړى دى چې هغه ما وژنى؟“


اخيمُلک ورته وفرمائيل، ”ستا په ټولو نوکرانو کښې د داؤد په شان وفادار څوک دے؟ هغه د بادشاه زوم دے، ستا د ټولو محافظانو فوجيانو مشر دے او ستا په دربار کښې ډېر زيات عزتمند دے.


نو داؤد خپل سړى دې ته راضى کړل چې هغوئ به په ساؤل حمله نۀ کوى. ساؤل پاڅېدو، د غرۀ نه روان شو او په خپله مخه لاړو.


ساؤل ورته ووئيل، ”ما ګناه کړې ده. زما زويه، داؤده. واپس راشه، زۀ به تا ته نقصان نۀ دررسوم، ځکه چې تا نن زما ژوند بچ کړو. زۀ کم عقل وم، ما يو بد عمل کړے دے.“


لکه څنګه چې نن ما ستا ژوند بچ کړے دے، نو مالِک خُدائ دې هم هغه شان زما سره هم وکړى او چې د ټولو تکليفونو نه مې خلاص کړى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan