مالِک خُدائ ګټ دے زما، قلعه ده زما، او خلاصوونکے دے زما، زما خُدائ ګټ دے زما، په چا کښې چې ما خپل حفاظت موندلے دے. هغه دے ډال زما، هغه زور چې بچ کوى ما، او د حفاظت پناه ګاه ده زما.
بلکې مالِک خُدائ د يو طاقتور جنګيالى په شان ما سره دے، نو بيا څوک هم چې زما د ژوند ختمولو پسې دى هغوئ به هيڅکله هم کامياب نۀ شى، او په خپله به تيندکونه وخورى. هغوئ به ناکاميابه شى او په شرمونو به وشرميږى، د هغوئ دا بېعزتى به هيڅکله د هېرېدلو نۀ وى.